BBC News, پښتو - کور پاڼه
Top story - Pashto
د پوهنې ولایتي مشران: افغانستان کې "د نړیوالو ښوونيزو موسسو د تړلو امر شوی"
بي بي سي پښتو ته د افغانستان په جنوب کې لږ تر لږه دوو سرچینو منلې چې د طالبانو د پوهنې وزیر ورته امر کړی چې د معارف په برخه کې دې "نړیوالې موسسې خپل فعالیتونه یوه میاشت کې ودروي." دغه دوه سرچینې چې د طالبانو د پوهنې وزیر په یوه انلاین غونډه کې یې هم برخه لرله، وايي د پوهنې ټولو ولایتي مشرانو ته امر شوی چې په یوه میاشت کې د پوهنې د برخې چارې له نړیوالو موسسو کورنیو هغو ته وسپاري.
د هند بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې مو د سیاسي چارو پرتله ډېر تمرکز پر بشري اړخ دی
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سیاسي چارو پرتله د دوی پام د افغانستان د مسئلې پر بشري اړخ ور ټول دی.
د تصویرونو البوم؛ خټین جومات او د ډبرو ماتوونکي
روانه اونۍ د افریقا او سیمې مهمې پېښې په تصویرونو کې.
د فرانسې په یوه پارک کې څلور ماشومان په چاکو وهل شوي
د فرانسې په سوېل ختیځ د انسې ښار کې د پنجشنبې په سهار یوه کس په پارک پر ګڼو کسانو د چاکو برید کړی او څو تنه یې ټپیان کړي دي.
د دوبي په ګرمۍ کې څنګه ښه خوب وکړو؟
دلته هغه ۱۰ اسانه خبرې په ګوته شوې، چې په دوبي کې مو د ګرمۍ له تودو څپو ژغورلای شي، چې مناسب خوب وکړو.
ویډیو, په کاناډا کې لګېدلی اور؛ د نیویارک هوا خورا خطرناکه بلل شوې, موده 0,59
د کاناډا په ځنګلونو، ونو او بوټو کې د لګېدلي اور له کبله د امریکا په شمال کې میلیونونه کسان له لوګو ډکه خطرناکه هوا تنفس کوي.
د بدخشان چاودنه کې ۱۱ وژل شوي، لسګونه ټپیان دي
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې روغتیايي چارواکو بي بي سي پښتو ته ویلي چې د طالبانو د مرستیال والي په فاتحه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۳۳ نور ټپیان دي. دغه چاودنه د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې په یوه جومات کې شوې ده. د طالبانو د حکومت ویاند وايي، دا کار د داعش ډلې و.
د عمران خان له ګونده بېل شویو ځينو غړو د 'استحکام پاکستان ګوند' جوړولو اعلان وکړ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي د نوي سیاسي ګوند، استحکام پاکستان اعلان کړی او ویلي یې دي، هېواد یې دا مهال له یوه نازک حالته تېرېږي، نو ځکه دوی ولس ته د هیلو ورکولو په موخه نوی ګوند جوړوي.
د بښنې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پنجشېر کې په بشریت-ضد جرمونو تورن کړی
د بښنې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پنجشېر کې د وژنو او ربړونو په ګډون پر بشریت-ضد جرمونو تورن کړی دی. دې ټولنې په خپل یوه نوي رپوټ کې ادعا کړې، چې د طالبانو امنیتي کسانو په دغه ولایت کې شپږ تنه ناقانونه وژلي، چې په وینا یې، درې تنه پکې په وهلو ټکولو وژل شوي دي. د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او بې بنسټه تبلیغات یې بللي دي.
ځانګړې پاڼه

درس
بي بي سي په افغانستان کې د تنکیو ځوانانو، پیغلوټو او په ځانګړې توګه هغو نجونو لپاره چې اوس له زده کړو محروم شوي نوې او ځانګړې روزنیزه خپرونه جوړه کړې ده. د دغې خپرونې نوم درس دی چې د انګریزي ژبې زدکړه، له تاریخ تر جغرافیې او له ریاضۍ تر هندسې په زړه پورې مطالب، معلوماتي خبرونه او د ښځو ژوند اړوند الهام بښوونکي کیسې په کې خپرېږي.
نيمه نړۍ
د افغان مېرمنو ناروښانه راتلونکی؛ ځینې یې له رواني کړاو سره مخ دي
د پوهنتون یوه افغانه محصله چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وايي :"زه یوازې غواړم څوک مې غږ واوري. زه درد تېروم او یوازې زه دا وضعیت نه لرم بلکې زما په ټولګي کې ډېرې نجونې د ځان وژنې فکرونه کوي. مونږ ټول په ژور خپګان اخته یوو او هېڅ هیله مو نه ده پاتې."
هغې استرالیایۍ ته د زندان بښنه شوې چې د خپلو ۴ ماشومانو په وژنې تورنه وه
هغه ښځه چې یو وخت "استرالیا کې د ځنځیري وژنو تر ټولو لویه قاتله" پېژندل کېده له بنده د ازادېدو بښنه ورته شوې.
د سوډان شخړه: میندې د موبایل په رڼا کې د زیږون عملیات کوي
د سوډان پلازمېنه خرطوم کې له یو څو په شمار روغتونونو پرته نور ټول د جګړې له امله تړل شوي دي.
ویډیو, مېرمن: په پښتو ادبياتو کې ښځينه ليدلوری څومره وينو؟, موده 12,12
د بي بي سي پښتو د دې اوونۍ د مېرمن خپرونه کې د دې تر څنګ چې په پښتو ادبياتو کې ښځينه ليدلوری څومره دی، ګڼ نور مطالب راټول شوي دي.
ځانګړي مطالب
د بي بي سي موندنې؛ افغانستان کې د کوکنارو کښت پام وړ کم شوی
بي بي سي موندلې چې د طالبانو مشران د بل هر چا په پرتله د دې بوټي د کرکېلې په مخنیوي کې ډیر بریالي شوي دي. خو کروندګر وایي غنم د کوکنارو ځای نه شي نیولی او داسې مهال د دوی کروندې له منځه وړل کېږي چې خلک د بې وزلې له لوړې کچې سره مخ دي. طالبان بیا وایي نړیواله ټولنه باید ددې کار په بدل کې د بې وسه خلکو سره مرستې وکړي.
سعودي عرب ته د انتوني بلېنکن سفر او په منځني ختیځ کې نوي پرمختګونه
انتوني بلينکن د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره په لیدنه کې خپل منځي مسایلو ورهاخو په منځني ختیځ او نړۍ کې ځینو مسایلو خبرې کړي. د امریکا او سعودي ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۸م کال کې د جمال خاشقجي له ترور نه وروسته خړې پړې شوې. دا سفر دا مهال دی چې تازه د سعودي او ایران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې ښې شوې او د سوريې ولسمشر هم څو اونۍ مخکې د عرب ټولنې غونډه کې د ګډون لپاره سعودي ته سفر کړی وو.
د جنرال باجوه ناندریزه ویډيو؛ غبرګونونه ورته څه دي؟
په خواله رسنیو هغه تازه لنډ ویډیویي کلیپ ډېر لاس په لاس کېږي چې پکې یو سړی د پاکستان د پوځ له پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه څخه ویډیو اخلي او هغې ته سپکې سپورې وايي.
د امریکا یوتا ایالت له ښوونځیو ولې د انجیل حذفولو غوښتنه شوې؟
د امریکا یوتا ایالت د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو له تعلیمي نصابه له دې کبله انجیل حذف شوی، چې ګنې "نا مناسبه منځپانګه او له تاوتریخوالي ډکې خبرې" پکې دي.
ویډیو, ايتوپيایی شهزاده؛ د مړي پاتي شوني يې غواړي, موده 2,58
د ايتيوپيا يو شهزاده چې ۱۹ مه پېړۍ کې د بريتانيا وېنزر کلا کې خښ شوی، کورنۍ ته یې يو ځل بيا ويل شوي چې پاتې شوني به یې نه ورستنول کېږي.
ویډیو, کاناډا کې ځنګليز اورونه: لوګي يې سرخوږی جوړ کړی, موده 2,41
شمالي امريکا کې ميليونونو وګړو ته سپارښتنه شوې، چې کاناډا کې د ځنګليزو اورونو له امله دې له ټوکېدلې ککړتيا ځان ساتنې لپاره بهر ته وتلو پر مهال د لوړې کچې ماسکونه وتړي.
ویډیو, هلمند او کندهار کې ښوونيز مرکزونه لا هم تړلي دي, موده 3,42
کندهار او هلمند کې لا هم د هغو سلګونه ځايي ټولګیو برخلیک روښانه نه دی، چې د طالبانو پوهنې وزارت یې د هغه څه په پلمه فعالیت ځنډولی چې دوی یې، پلټنه او د توپيري برخو حلول، بولي.
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.
ځانګړې پاڼه
طالبانو تېرو ۱۷ میاشتو کې پر ښځو تر شلو ډېر بندیزونه لګولي دي
له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بېرته پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو شاوخوا ۱۷ میاشتو کې یې تر بل هر څه ډېرې توصیې او فرمانونه پر ښځو محدودیتونو لګولو باندې ورټول پاتې شوي. شمېر یې تر شلو اوړي چې ځينې یې فرمانونه او تر ډېره شفاهي اعلانونه او توصیې یا سپارښتنې دي خو یو شمېر داسې موارد هم شته چې په اړه یې هېڅ فرمان او سپارښتنه نه ده شوې خو د عملي ګام په ترڅ کې پر مېرمنو په یو نا یو ډول محدودیت پلی شوی دی. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې بیا د ۲۰۲۲ کال تر پایه پر ښځو د طالبانو حکومت له لوري لګولو شویو محدویتونو ته مو په دغه رپوټ کې کتنه کړې ده.
د بي بي سي د ۲۰۲۲ کال ۱۰۰ ښځې: سږکال په لېست کې څوک شاملې دي؟
بي بي سي د ۲۰۲۲ کال لپاره د نړۍ له لروبر د ۱۰۰ الهام بښونکو او با نفوذه ښځو خپل نوملړ خپور کړی دی
اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو لړۍ روانه ده
په پاکستان کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې افغان سفارت مسوولینو تائيد کړې چې د دې هېواد پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې یې پاکستاني امنیتي ادارو لسګونه افغانان نیولي دي.
سرپل او بامیان کې ترافیکي پېښو ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د رپوټونو له مخې په پېښه کې اته ماشومان، ۱۲ ښځې او ۴ سړي مړه شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده. ځایي چارواکو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې پروایي او د لارې خرابوالی بللی. د سرپل امنیه قومندانۍ ویاند دین محمد نظري ځايي رسنیو ته ویلي، پېښه ددې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې شوې. د یوه بل خبر له مخې همدا نن چهارشنبه په مرکزي ولایت بامیانو کې هم ورته پېښه کې څلورلس تنه ټپیان شوي.
'۲۸٫۸ مېلیونه اړمن افغانان دوه میلیارد ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري'
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر 'اوچا' وايي په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر له اته ویشت اعشاریه درې مېلیونو نه اته ویشت اعشاریه اته مېلیونو ته لوړ شوی. د اوچا په وینا ملاتړې ادارې یې په عاجله توګه دوه اعشاریه شپږ ویشت میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري چې د روان کال تر پایه شل مېلیونه اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي.
جنوبي وزيرستان کې ږلۍ ګڼ باغونه او فصلونه له منځه وړي
د خيبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د تېرې یکشنبې په ورځ د باران او سختې ږلۍ له امله ګڼ شمېر د مېوو باغونه او د سبزيو کښتونه له منځه تللي دي. سږ کال په جنوبي وزيرستان کې د مڼو تر څنګ د شفتالو، زردالو، انارو باغونه او د غنمو تر څنګ د رومي بانجانو او نورو سبزيو فصلونه تيار وو.
د طالبانو حکومت باید د 'ټيټيپي' غړي کنټرول کړي'
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله تازه مرکه کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې د پاکستاني طالبانو یا 'ټيټيپي' په کنټرول کې پاتې راغلی. ''موږ له هغوی [طالبانو حکومت] نه ګیله من یو ځکه چې 'ټيټيپي' غړي چې کله زموږ هېواد ته راځي، نو دلته د امنیت په تړاو مسلې پیدا کېږي. هغوی (افغان طالبان) باید د 'ټيټيپي' غړي کنټرول کړي''. د طالبانو حکومت د رانا ثناءالله ددې ادعا په اړه بي بي سي ته وویل، دوی پوره ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد نه کارول کېږي.
پاکستان له ځینو هېوادونو سره د جنس په جنس سوداګرۍ لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د بارتر یا جنس په جنس سوداګرۍ لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې ده. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وايي، نوې تګلاره يې به سوداګرو ته اجازه ور کړي د نورو توکو ترڅنګ له ایران او روسیې څخه نفت او ګاز را وارد کړي.
عمران خان وايي، ښايي بیا ونیول شم
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران وايي، سبا پنجشنبه به اسلام اباد کې د ۱۶ قضیو لړ کې د ضمانت اخیستو لپاره محکمې ته ځي او ښايي بیا ونیول شي. نوموړی وايي، د قتل په یوه نوې قضیه کې د ده نوم د دې لپاره ثبت شوی، چې عمران خان ونیول شي او په وینا یې ''زه د دې لپاره چمتو یم.''
په کاناډا کې موسمي اور لګېدنه؛ میلیونونو کسانو ته د سختې ککړې هوا خبرداری ورکړل شوی
د کاناډا د ځینو سیمو په ځنګلونو، ونو او بوټو کې سخت طبیعي موسمي اورونه لګېدلي او چارواکي وايي، په راتلونکو ورځو کې به دا اورلګېدنې لا زیاتې شي.
فرانسه کې د چاکو برید؛ په ټپیانو کې څو ماشومان هم شته
د فرانسې په سوېل ختیځ د انسې ښار کې د پنجشنبې په سهار یوه کس په پارک پر ګڼو کسانو د چاکو برید کړی او څو تنه یې ټپیان کړي دي. د فرانسې خبري اژانس ویلي، په پېښې کې شپږ ماشومان هم ټپیان شوي دي.
اوکرایین کې د کاخوفکا بند ماتېدو زرګونه خلک تېښتې ته اړ کړي
د اوکرایین سوېل کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې پر دنیپرو سېند جوړ د برېښنا د یوه بند "نوفا کاخوفکا" د الوځولو له کبله زرګونه خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي ویلي د کاخوفکا بند تر الوځول کېدو وروسته ۸۰ کلي او کوچنۍ مېنې د سېلاب له خطر سره مخامخ دي. هغه په دې پېښه کې روسیه ملامته ګڼلې ده، خو روسیې بیا پر اوکرایین د بند د ماتولو تور پورې کړی.
تکواندو؛ افغانستان په نړیواله کچه له ۱۱۰ ځایه ۲۹ مقام ته لوړ شو
د افغانستان تکواندو فدراسیون وايي د تکواندو وروستیو نړیوالو درجه بندیو له مخې افغانستان ۲۹ ځای خپل کړی دی. وړاندې تر دې افغانستان په دغه نوملړ کې ۱۱۰ ځای درلود. خو په وروستیو کې په ازربایجان کې د تکواندو نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون او یو شمېر بریاوې د پام وړ وې.
ملګري ملتونه: غیرصحي خواړه هر کال ۶۰۰ میلیونه انسانان ناروغوي
ملګري ملتونه وايي، د غیر صحي خوړو له امله هر کال په نړۍ کې ۶۰۰ میلیونه انسانان ناروغانېږي چې له ډلې یې کابو نیم میلیون کسان ژوند بایلي.
ویډیو, څېړنه: د سرطان معلومولو لپاره د وينې معاينې پايلې هيله بښونکې دي, موده 2,20
ساينسپوهان وايي، د هغې وینې معاینې له ازمېښتي پړاو خوښ دي چې کولی شي په یوه ځل ۵۰ ډوله سرطانونه تشخیصوي.
ویډیو, مصنوعي ښکلا؛ د نوکانو رنګ ناروغي پيدا کولی شي, موده 3,10
د پوستکي، وېښتو او نوکانو ناروغیو متخصصین وايي د نوکانو جېل لرونکي رنګونه ځینو خلکو ته د حساسیت ستونزه پیدا کوي. داسې چې د نوکانو په جېل لرونکو رنګونو کې ځینې کیمیاوي مواد شته چې کولی شي پوستکي ته ننوځي.
د ټولنیزو رسنیو کارېدل ماشومانو ته د زیان کوم جدي روغتیايي خطر لرلی شي؟
د امریکا تر ټولو ستر طبي مقام خبرداری ورکړی چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لخوا د ټولنیزو رسنیو کارېدل د دوی ذهني او عمومي روغتیا ته د زیان جدي خطر لرلی شي. د امریکا د عامې روغتیا دغه لوپوړي چارواکي په خپل تازه راپور کې ویلي دا د خوړو اختلالات رامنځته کولی شي او د بدن د غیرنورمالوالي او پر ځان د باور کمېدو لامل شي. راپور دا هم ویلي چې ټولنیزو رسنیو ته د ځوانانو د لاسرسي د کنټرول اوسنۍ هڅې هم کارندې نه دي.
د تېلو تولید کمولو لپاره د اوپېک پلس تړون
د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو د بیې له پرله پسې ټیټېدو وروسته د نفتو صادروونکو هېوادونو سازمان 'اوپېک' او متحدینو یې د تولید پر کمولو سلا کړې ده. اوپېک او متحدینو یې چې د اوپېک پلس په نوم پېژندل کېږي، موافقه وکړه چې د ۲۰۲۴ کال له پیله به له ورځني تولیده یو میلیون او ۴۰۰ زره بیرله خام تېل کم کړي. له دې هوکړې وروسته - چې له اوو ګړیو ناستې پس لاسلیک شوه، سعودي عربستان اعلان وکړ چې د جولای له میاشتې به په ورځ کې د خامو تېلو تولید یو میلیون بیرله کموي.
د کورونا وبا له پیل وروسته، چین ته له کابله مخامخ لومړۍ الوتنه
په کابل کې د چین سفیر "وانګ یو" نن د مې په ۲۴مه د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ور کړی. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، نوموړی تېره ورځ له امیر خان متقي سره په لیدنه کې همدا ډول له افغانستان څخه چین ته په ځانګړي ډول د انارو د صادراتو د کچې د زیاتولو خبره هم کړې ده.
وروستۍ یوه اونۍ کې ۸۰ میلیونه ډالر کابل ته رسېدلي
د افغانستان بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، خبر ورکړی، د بشري مرستو د نغدو ۴۰ میلیونو ډالرو کڅوړې نن (يکشبنې ۱۴ مې) کابل ته رسېدلې دي. دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړې کابل ته رسېږي. ټول ټال دې وروستۍ یوې اوونۍ کې ۸۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو په نوم کابل ته استول شوي دي. په ټوله کې افغانستان کې د بشري مرستو د لګښت په اړه بېلا بېلې اندېښنې شته دي.
عبدالسلام حنفي: د بې کېفیته درملو او خوراکي توکو واردوونکو جوازونه لغوه کوو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریيس الوزراء يا لومړي وزير اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفی وایې د بې کېفیته خوراکي توکو او درملو واریدوونکي "ملي خاینان" دي او د فعالیت جواز به یې لغوه شي. نوموړي دغه څرګندونې کندهار کې د سویلي حوزې په کچه د خوراکي توکو د کېفیت یا څرنګوالي مالومولو لپاره د یوه لوی لابراتوار د پرانیستې پر مهال کړې دي.
اپل کمپنۍ بازار ته د ایفون ۱۵ له وړاندې کولو مخکې د کارمنانو د شمېر ډېرولو اعلان کړی
د ایفون مبایلونو جوړولو لویې کمپنۍ "فاکسکان" د آیفون د نوي ماډل "ایفون ۱۵" له را ایستلو مخکې د نورو کارمنانو د ګومارنې لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
ویډیو, ټکنالوژي, موده 9,59
د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه حميد قيومي د دې اوونۍ د ټکنالوژۍ په اوونيزه خپرونه کې راټول کړي دي.
ویډیو, ټکنالوژي, موده 7,40
ټکنالوژي
ویډیو, هنري شېبې, موده 12,30
د هنر له ډګره تازه خبرونه د دې اوونۍ په هنري شېبو خپرونه کې کتلی شئ.
"د سقوط اناتومي" فلم فرانسه کې د کن فستیوال غوره جایزه وګټله
ډاروونکي او له اسراره ډک فرانسوي فلم "د اناتومي سقوط" د سږ کال د کن فلم فستیوال غوره جایز وګټله.
د بالیووډ فلمونو ادا کاره څنګه د نشه یي توکو په لېږد کې ونیول شوه؟
هغه څه چې تېره میاشت د بالیووډ فلمونو اداکارې کریسان پریرا سره وشول د بالیووډ د فلم یوې صحنې په څېر حیرانوونکي دي.
ځانګړې پاڼه

کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام
په دې ځانګړې پاڼه کې د کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام په اړه د بي بي سي پښتو ځانګړي رپوټونه، مرکې او انځورونه خپرېږي.
انځورونه
د 'ځمکنیو توتو سپوږمۍ' څنګه د نړۍ اسمان ښایسته کړی و؟
توتۍ یا د "ځمکنیو توتو" سپوږمۍ په اوړي کې د ګرمۍ له موسم پیلېدو سره د نړۍ اسمان څنګه ښایسته کړی و. دلته یې ځینې اخیستل شوي انځورونه وړاندې شوي.
دعکسونو ګالري, اریوب ځاځي؛ د ښکلو منظرو عکسونه
د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ګڼ سېلانیان د دې زرغونې او غرنۍ سيمې لیدو ته ورمات دي. د اختر شپو ورځو کې پرې ګڼه ګوڼه ډېره وي خو د دوی په وینا، اوس هم هره ورځ له کندهار، خوست، کابل او د افغانستان له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک د بهانده سیندونو، چينو او زرغونو منظرو لیدو ته اریوب ته په چکر ور روان دي. دلته د اریوب ځاځي ولسوالۍ په اړه ځینې مالومات په دې انځوريزه ټولګه کې کتلی شئ چې نورګل شفق جوړه کړې او عکسونه یوه ځايي عکاس ساحل ځاځي بي بي سي ته په واک کې ورکړي دي.
د تصویرونو البوم؛ په کندهار کې د شالمار دودیزه مېله
شالمار په کندهار کي هغه لويه دودېزه مېله ده، چې هر کال د توتانو له پخېدو سره سم پيلېږي، د ښار او د يو شمېر ولسواليو په زرګونه ځوانان په دغه مېله کې د ګډون په خاطر ارغنداب ولسوالۍ ته ځي او هلته شپې تېروي.
د تصویرونو البوم: د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه
د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې سلګونه میلیونه مسلمانانو د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته د اپریل پر ۲۱ مه (جمعه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځله.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Wednesday Debate, ۱۲:۰۰, ۹ جون ۲۰۲۳, ۱،۰۰،۰۰ موده
Programming from the BBC Pashto Service
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۹ جون ۲۰۲۳, ۲۹،۳۰ موده
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۹ جون ۲۰۲۳, ۲۹،۳۰ موده
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۹ جون ۲۰۲۳, ۲۹،۳۰ موده
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
غږیز کتاب

واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30
خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.